۱۴۰۳/۰۱/۲۹

فکري اصلاح/داسي فکر مکوه:

۱ ـ داسي فکر مکوه چې هر شی چې ته یې صحي بولې هغه به خاماخا صحي وي؛ ځکه یو خو ته معصوم نه یې بل که ستا هر فکر صحي شي نو د هر چا هر فکر صحي دی بیا نو غلط او خطأ نشي موجودېدلای سره د دې چې د خطأ او غلط وجود حق دی.

۲ ـ داسي فکر مکوه چې کوم حیثیت چې ته يې په خپل قوم او وطن کې لرې هغه به په ټولو قومونو او وطنونو کې لرې؛ ځکه ستا قوم به د قومیت په خاطر او وطنداران به دې د وطندارۍ په خاطر عزت کوي او دا دواړه تړونونه ته د نورو خلکو سره نه لرې.

۳ ـ داسي فکر مکوه چې ته په يوې ټولني کې په علمیت باندي مشهوره یې نو په ټولي نړۍ کې به ته په علميت باندي مشهوره کیږې او په نړیواله سطحه به ستا کلیوال حیثیت منل کیږي؛ ځکه نړیوال شهرت نړیوال ظرفیت غواړي او هغه په هر چا کې نشته.

۴ ـ داسي فکر مکوه چې ستا هره خبره بايد نور خلک ومني او يا په هر شي کې بايد نور خلک ستا سره مشوره وکړي؛ ځکه ستا خبره خو قرآن او حدیث نه دی چې په منلو یې نور انسانان مجبور وي او نه هم هر څوک په تا باور کوي چې ستا سره مشوره وکړي.

۵ ـ داسي فکر مکوه چې کله ته په يو نظام کې وظیفه لرې نو ستا هر کار دي په هره برخه کې د نظام په نماينده ګۍ وي او تا ته دي دا حق وي چې خپل هر کار نظام ته منسوب کړې؛ ځکه نظام د پاشل شوو فکرونو څخه نه دی جوړ، همداسي نظام یواځې ستا پر فکر او ستا پر عمل باندي نه دی ولاړ بلکې په نظام کې ستا په څېر په سلهاوو خلک سته نو که هر یو ستا غوندي دعوه وکړي بیا خو نو د یوه نظام څخه په سلهاوو نظامونه جوړيږي.

۶ ـ داسي فکر مکوه چې دين او مذهب د یوه ښار او یوه کلي لپاره راغلي تر څو نور ښارونه او کلي ستا د ښار او کلي په مذهب شي؛ بلکې دین او مذهب د عقیدې او عمل نوم دی په هر ځای او هر کس کې موجودېدلای سي.

۷ ـ داسي فکر مکوه چې دين او مذهب ته ستا لخوا جوړ شوي شعارونه بايد ټول خلک ومني؛ ځکه ستا لخوا جوړ شوي شیان د دین او مذهب شعایر نه دي بلکې ستا تفردات دي، منل او نه منل یې یواځي ستا کار دی نور خلک یې په منلو باندي نه دي مکلف.

۸ ـ داسي فکر مکوه چې د یو شخص د کاري ظرفیت او استعداد په تشخیص کې ته حتما پر حق یې او نور خلک هم باید د هغه شخص په اړه ستا خبره ومني؛ ځکه دا ستا خپل شخصي فکر او انفرادي استنباط دی ممکن ته پکې خطاوتلی وسې.

۹ ـ داسي فکر مکوه چې ته به هميشه پر یو حالت يې او تغيير به ستا په حالت کې نه راځي؛ ځکه ته انسان يې او هر انسان محل د حوادثو دی له همدې امله خپل پخوانی حالت مه هېروه، په اوسني حالت سل په سلو باور مکوه او را روان حالت پر پخواني او اوسني حالت مه قياسوه؛ د هري زمانې پر ښه حالت شکر آداء کړه او د تکبر څخه ځان وساته او د هر بد حالت په وخت کې مه نا اميده کېږه او زغم له لاسه مه ورکوه.

۱۰ ـ داسي فکر مکوه چې ستا مرموز منفي کارونه به د تل لپاره پټ پاتيږي او هيڅوک به نه په خبريږي؛ ځکه دا د الله تعالی عادت دی چې باطل ته لږ وخت ورکوي خو وروسته يې بيا د رسوايۍ ميدان ته را باسي.

۱۱ ـ داسي فکر مکوه چې ستا په مقابل کې هره چوپتيا ستا تأييدی او احترام دی؛ ممکن ځيني خلک ستا د شر څخه د ځان ساتني لپاره ستا مخي ته چوپ پاتیږي او يا ممکن ستا خبره د جواب ورکولو ارزښت ونلري.
مولوي نورالحق مظهري

فرهنګي مبارز ته د فرهنګي مبارزې ګټي:

فرهنګي مبارزه وروره! په دې خاطر چې د اسلام او اسلامي نظام لپاره ستا مبارزه د الله تعالی لوري ته دعوت او د دين دفاع ده نو که ته خپل نيت سم کړې او په پوره اخلاص د ښو اخلاقو په چوکاټ کې خپله مبارزه پر مخ يوسې ستا مبارزه به ارومرو مثبته نتيجه ورکړي او لاندي ګټي او فايدې به ورباندي مرتبي سي:
۱ – د الله تعالی لوري ته په دعوت باندي د مسلمان په ايمان کې قوت راځي او د لا هدايت سبب يې جوړيږي.
۲ – د الله تعالی لوري ته په دعوت داسي لويي مزدورۍ د انسان په برخه کيږي چې د مړيني وروسته يې هم ثواب ورته رسيږي.
۳ – د الله تعالی لوري ته په دعوت انسان ته د زړه سکون او اطمينان حاصليږي او ورځ تر بلي يې پرمختګ په برخه کيږي.
۴ – د الله تعالی لوري ته په دعوت د انسان په علم او پوهه کې ډېروالی راځي آن تر دې چې په دعوت او مبارزه کې يې نوښتونه په برخه کيږي.
۵ – د الله تعالی لوري ته دعوت د ستري بريا او کاميابۍ سبب دی چې هر مسلمان يې په هره زمانه کې غوښتونکی دی.
۶ – د الله تعالی لوري ته په دعوت پر انسان د الله تعالی رحمتونه نازليږي او ډېر توفيقات يې په برخه کيږي.
۷ – د الله تعالی لوري ته په دعوت اسلامي امت ته اسباب د نصرت په لاس ورځي او پر خپلو دښمنانو د بريا فرصتونه ورته برابريږي.
۸ – د الله تعالی لوري ته دعوت د هغو اسبابو څخه دی چې په درلودلو يې اسلامي امت په غوروالي او خيريت متصف سوی او د دې امت لپاره ممتاز صفت ګرځېدلی دی.
۹ – د الله تعالی لوري ته دعوت د ټولو خبرو غوره خبره ده ځکه نو کوونکي ته يې الله تعالی تر بل هر چا ډېر ثوابونه او لوړي مرتبې ورکوي.
۱۰ – د الله تعالی لوري ته دعوت د انبياؤ او پيغمبرانو دنده ده او د هغوی وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم په امت کې د علماء کرامو وظيفه ده.
۱۱ – د الله تعالی لوري ته په دعوت په کفارو کې اسلام او په مسلمانانو کې تقوی خپريږي چې په نتيجه کې اسلام او تقوی ته خلک راځي او د کفر او فسق څخه خلک وځي چې دا کار خپله دعوت کوونکي ته لويه بريا ده.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۱/۲۳

دا کوم ښار او څنګه ځای دی؟

دا نه کوم غټ هيواد دی او نه هم کوم لوی ښار دی؛ بلکي يوه کوچنۍ ټوټه د مځکي ده چې د ټولي کفري نړۍ په وړاندي يې قدعلم کړی او د خپل دين، اسلام او خاوري څخه په دفاع کې د امريکا، بریتانیا، فرانس او اسرائيلو په مقابل کې په ډېري ميړاني سره جنګيږي.

دا د غزې کوچنی ښارګوټی دی چې د اسلامي نړۍ د بې غیرتۍ په سبب د فلسطين ستر هيواد څخه يواځي همدغه د مسلمانانو په واک پاتي دی نور خو ټول فلسطين تقريبا اسرائيلو اشغال کړی دی.

د غزې د ښارګوټي طول/اوږدوالی ۴۱ کیلومتره دی او عرض/بر يې د ۶ څخه تر ۱۲ کيلومتره پوري دی چې ټوله مځکه يې ۳۶۰ کيلومتر مربع کيږي او د حماس مجاهدينو په واک کې ده.

دا به د نړۍ په تاريخ کې ممکن ډېره نادره وي چې دومره کوچنۍ جغرافيه دي ۷ میاشتي پر له پسې د نړۍ د لویو کفري زبرځواکونو سره په ميړانه وجنګیږي؛ دا که د الله تعالی نصرت او د جهاد برکت نه وي د یوې ورځي لپاره د داسي ناانډوله جګړې وړاندوينه نسي کېدلای.

خو افسوس د مسلمانانو پر حال چې په ټولو د خپل دغسي مبارک کور ساتنه نسي کولای بلکې د غاصبو اسرائیلو او د هغوی د کلکو ملاتړو يعني غربي کفارو په وړاندي تونده خبره لا نسي کولای او تر دې لا د شرم خبره دا ده چې ځيني اسلامي هيوادونه اوس لا هم د اسرائیلو سره امنيتي، ديپلواتيکي او سوداګريزي اړيکي ساتي او د اسرائيلو سره  د امريکانو نظامي مرستي د دوی پر پوله اسرائيلو ته رسیږي او تر دې لا د بې غيرتۍ خبره دا ده چې ځيني بې غيرته اسلامي هيوادونه اوس لا هم اسرائیلو ته د الووتکو تېل او وسلې ورکوي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وړاندويني سره سم نن مسلمانان داسي دي لکه د اوبو زګ چې هيڅ شی ندی په جوړ او هيڅ اعتبار نه لري.
مولوي نورالحق مظهري

په تاريخ کې درواغجن او مکار قوم:

په تاريخ کې تر یهودانو درواغجن او چمبازه خلک نسته د فلسطيني مجاهدینو په اړه به يې تل ويل: چې د دوی د مشرانو اولادونه د غزې څخه بهر په نورو هيوادونو کې اوسيږي او هوسی ژوند لري؛ دا خبري يې کولې تر څو د عامو مسلمانانو ذهنیتونه د مجاهدينو په اړه خراب کړي او خلک پر مجاهدينو بدګمانه کړي خو په غزه کې د اسماعيل هنية د درو زامنو او لمسيانو شهادت دا وښودله چې يهودان لا هم په نړۍ کې تر ټولو درواغجن، مکار او چمبازه قوم دي چې هميشه د اسلامي نظامونو، مجاهدينو او مسلمانانو پر ضد تبليغات کوي لکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وخت کې يې چې کول.
يهود هغه بدبخته قوم دی چې د ځينو روایاتو پر بنسټ يې په يوه ورځ کې ۱۲۰ انبياء په شهادت ورسول.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۱/۲۱

د اختر فلسفه، ارزښت ، آداب او لمانځل:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
د اختر د ورځي فلسفه:
د اختر ورځ هغه ورځ ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د مسلمانانو لپاره د خوشالۍ او خوشبختۍ ورځ نومولې ده لکه څنګه چې د ابو داود شريف په حديث کې راځي: کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې منورې ته راغی خلګو دوې ورځي چې ورځ د نوروز او اوله ورځ د ميزان وه په اختريزو ځانګړيو مراسمو باندي لمانځلې رسول الله صلی الله عليه وسلم پوښتنه وکړه چې دا کومي ورځي دي چې تاسو يې لمانځی؟ هغوی وويل: موږ په جاهليت کې لمانځلې نو اوس يې هم لمانځو. 
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: الله پاک تاسو ته د دغو ورځو په بدل کې تر هغو غوره دوې نوري ورځي درکړيدي چې تاسو يې د ځان لپاره اختر ونيسی او په اختريزو مراسمو باندي يې و لمانځئ چې ورځ د کوچني او ورځ د لوی اختر ده.
نو له هماغه ورځي څخه په اسلام کې د اخترونو په صفت همدغه دوې ورځي پېژندل کېږي او په اختريزو مراسمو يې لمانځل مسلمان ته روا کېږي نوري ورځي چې ځيني نور خلګ ورته اختر وايي او په اختريزو مراسمو يې لمانځي په اسلام کې کوم ثبوت او ارزښت نه لري او مسلمان يې بايد د لمانځلو څخه په کلکه ډډه وکړي په خاصه توګه د نوروز غوندي د کفارو عقیدوي ورځ چې مسلمان ته يې په هيڅ صورت لمانځل ندی روا.
په خلاف د هغو خلګو چې عقيدې يې ضعيفي وي، د اسلام د دين په کامله کېدلو يې سر نه خلاصيږي او د ژوند په ټولو برخو کې د اسلام د دين بسيا او خود کفايي ورته نه معلوميږي دوی هغه ورځي لمانځي کومي چې په اسلام کې نه تنها دا چې ثبوت نه لري بلکې د ځينو د لمانځلو څخه خو صراحتا ممانعت راغلی وي او اسلام و هيڅ مسلمان ته د دې اجازه نه ورکوي چې هغه ورځي دي په ځانګړيو اختريزو مراسمو باندي و لمانځي آن تر دې چې د دې اجازه لا هم نسته چې د اختر په نامه يې ونوموي.
همدا راز اختر د دې لپاره مشروع سوی دی چې مسلمانانو ته د روژې د تېرېدلو وروسته الله پاک طبعی او معنوي خوشالي ورکړي، ځکه چې په روژه کې مسلمان په نه خوړلو، نه څښلو او شهوت نه پوره کولو باندي مقید وو چې د اختر په راتګ سره دغه قید ورڅخه پورته کیږي، او همداسي اختر وروسته تر هغه راځي چې مسلمانانو یوه میاشت پوره د الله پاک د امر اطاعت کړی دی چې حیثیت د کار لري او دا معلومه خبره ده چې کارګر ته چې د کار وروسته مزدوري ورکوي دا د هغه لپاره ځای د خوشالۍ دی.
ودې حکمت ته په لاندی حدیث سره اشاره سوېده: إِنَّ لِكُلِّ قَوْمٍ عِيدًا وَهَذَا عِيدُنَا.[صحیح البخاری] یعنی د هر قوم  لپاره اختر سته زموږ اختر دغه دی.

د اختر د ورځي ارزښت:
د اختر ورځ ډېر ارزښت لري په ځانګړې توګه د کوچني اختر ورځ چې مسلمانانو ته د الهي وجيبې څخه د فراغت وروسته د اجرت او مزدورۍ اخيستلو د ورځي حثيثيت لري لکه څنګه چې د شعب الايمان په حديث شريف راغلي دي: الله پاک د روژې مياشتي په هره شپه کې په زرهاو هغه خلګ د اور څخه آزادوي چې هغوی د اور لايق وه کله چې وروستۍ ورځ د رمضان سي الله پاک دومره انسانان د اور څخه آزادوي څومره يې چې د روژې د لومړۍ ورځي څخه بيا تر اوسه آزاد کړيدي. 
کله چې د اختر سهار سي الله پاک هر ځای ته خپلي ملائکې ليږي، ملائکې د سړکانو او کوڅو پر سرو باندي دريږي او داسي آواز کوي: ای امته د رسول الله صلی الله عليه وسلم! را ووځئ او د خپل پروردګار لوري ته راسئ چې ستاسو د نيکو اعمالو ښه مزدوري درکوي او ستاسو ګناهونه در بخښي.
کله چې خلګ د عيدګاه لوري ته حرکت کوي الله پاک خپلو ملائکو ته وايي: جزا د هغه چا څشئ ده چې خپل ورکول سوی کار سم سر ته ورسوي؟ چې دا اشاره د روژې مبارکې مياشتي ته ده چې امت د رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې مياشتي کې روژه نيولې ده.
ملائکې ورته وايي: ای الله! د داسي خلګو جزا دا ده چې مزدوري يې بايد ورکړل سي. الله جل جلاله فرمايي: ای ملائکو! تاسو ګواهان او شاهدان وسئ چې زه دوی ته د روژې او عباداتو د ثواب په بدل کې خپله خوشالي او بخښه ورکوم!.
او الله جل جلاله وفرمايي: ای زما بندګانو! نن ورځ تاسو زما څخه غوښتنه وکړئ! زما دي په خپل عزت او لويۍ سره قسم وي چې په دې ورځي کې تاسي د خپل آخرت په اړه يو شی نه غواړی مګر دا چې زه يې درکوم او تاسي د خپلي دنيا لپاره يو شی نه غواړی مګر دا چې زه يې ستاسي لپاره په نظر کې نيسم.
زما دي په خپلي لويۍ سره قسم وي تر هغه وخته پوري چې تاسي زما ذکر کوی زه به ګناهونه ستاسي څخه ليري کوم او زما دي قسم په خپلي لويۍ سره وي چې هيڅ وخت به تاسي نه رسو ا کوم.
کله چې د اختر لمونځ آداء سي او لمونځ کوونکې د خپلو کورونو پر لوري حرکت وکړي الله پاک ورته وايي: ولاړ سئ ما و تاسي ته بخښه کړې پداسي حال کې چې تاسي زما څخه خوشال ياست او زه ستاسي څخه خوشال يم.
نو بايد هر مسلمان چې په دې ورځي کې په داسي ځای کې وي چې هلته د اختر لمونځ کېږي ځان و عيدګاه ته ورسوي او د اختر لمونځ آداء کړي تر څو د يادو فضايلو او ثوابونو څخه برخمن سي.

د منکراتو څخه د ځان ساتنه:
کله چې الله پاک پر انسان باندي خپل خاص رحمت وکړ او داسي ورځ يې ورکړه لکه ورځ د اختر نو د انسان لپاره هم دا لازمه ده چې د الله پاک شکر پر ځای کړي چې يقينا د شکر په آداء کولو باندي د انسان لپاره د الله پاک رحمتونه او نعمتونه ډيريږي لکه د آيت مفهوم چې همداسي دی: چې ای بندګانو که چېري تاسي زما شکر آداء کړ نو زه به خپل نعمتونه نور هم  درباندي ډېر کړم او که مو کفران د نعمت وکړ بيا نو پوه سئ چې زما عذاب ډېر سخت دی.
د الله پاک د شکر آداء کول په لاندي شيانو باندي کولای سو:
• د اختر په ورځو کې بايد د اسراف څخه ځان وساتو، د شيرينۍ او ځينو خوراکې توکو په رانیولو او استعمالولوکې اعتدال مراعات کړو، که څوک د ځان او خپل کور لپاره شيريني رانيسي نو د بل مسکېن غم هم بايد ورسره وي، د دې پر ځای چې پر شيرينۍ او خوراکې شيانو ډېري روپۍ لګوي هغه دي و يو مسکېن ته ورکړي تر څو مسکېن هم ورڅخه خوشاله سي، الله پاک هم ورڅخه خوشاله سي او ځان د الله پاک د رحمت مستحق هم وګرځوي.
•  د اختر په مبارکو ورځو کې بايد انسان ځان د بې فايدې او عبثو کارونو څخه وساتي لکه د سپيو، خروسانو، هګيو او نورو حيواناتو د جنګولو څخه، ځکه متقي انسان دا ندی چې نفلي عبادات ډېر کوي بلکې متقي او پرهيزگار انسان هغه دی چې د عباداتو د کولو تر څنګ د محرماتو څخه هم ځان ساتي.
• د اختر په ورځو کې دي د غيرشرعي او ناروا رواجونو څخه ځان وساتي، ځيني داسي مراسم سته چې نه تنها دا چې جايز ندي او فايده نه لري بلکې شرعا حرام او ناروا دي لکه د موسيقۍ محفل جوړول، د شراب څښلو او ورقو کولو مجلس جوړول او دېته ورته نور محافل چې ځيني د دين څخه ناخبره خلګ يې په دې مبارکو ورځو کې جوړوي. 
همدا راز په دې ورځو کې ځيني خلګ فاتحه نيسي چې داکار هم شرعا نه دی روا ځکه دا ورځي د مصيبت لپاره نه بلکې د خوشالۍ لپاره دي.
• لکه په نورو ورځو کې چې مسلمان لمونځ په جماعت باندي کوي د اختر په ورځو کې هم بايد مسلمان لمونځ په جماعت باندي وکړي او په دې پلمه چې ورځ د اختر ده او زما مصروفیتونه ډېر دي د جماعت پرېښودل ورته نه روا کېږي.
• په ځينو سيموكې داسي رواج دی چې د اختر مخکې د هر چا مړی سوی وي هغه دغه اختر نه لمانځي، نوي کالي نه اغوندي، ځان نه پاکویي او هیڅ ډول اختریز مراسم نه ترسره کوي چې دا غلط کار او غلط رواج دی موږ باید د دې رواج څخه ځان وساتو.
• همداسي کور ته چې د اختر مخکې یې مړی سوی وي په ځینو ځایونو کې دکلي خلګ او امام ټوله په یووار د فاتحې لپاره ورځي سره د دې چې د هغه شرعي درې ورځی فاتحه خو مخکې خلاصه سوې وي دوی هم مخکی تسلیت ورکړی وي خو د اختر په ورځ بیا ورځي دا رواج هم هیڅ شرعي ثبوت نه لري او موږ باید ورڅخه ډډه وکړو ځکه شرعا تر درو ورځو اضافه مصیبت په اسلام کې نسته دا چې څو میاشتي یا هفتې وروسته څوک ورځي بیرته یې مصیبت را تازه کوي دا خپله یو غیر شرعي عمل دی.

د اختر د ورځي آداب:
د دې مبارکي ورځي د آدابو د پر ځای کولو لپاره بايد مسلمان مخکې تر دې چې د لمانځه لپاره عيدګاه ته ولاړ سي غسل وکړي، ښه کالي واغوندي، عطر وکاروي او مخکې تر آداء کولو د لمانځه سرسايه ورکړي. 
په دې ورځي کې بايد مسلمان خپل اړ او ناداره ګاونډيان هېر نه کړي ځکه چې په دې ورځي کې نفلي صدقات ډېر ثواب لري.
کله چې عيدګاه ته ځي تکبيرونه دي نه هېروي، پر يوې لاري دي ولاړ سي او پر بلي لاري دي بيرته خپل کور ته راسي، په کوچني اختر کې دي مخکې تر تللو و عيدګاه ته څو دانې خرماوي وخوري او كه خورماوي نه وې بيا دی بل شی وخوری، خو هر شی چی د خوړلو لپاره ورته برابریږی ډېره ښه خبره دا ده چی په خپل کور کې یې وخوری.
د عیدګاه د لمانځه وروسته چې کله د خپل مسلمان ورور سره مخامخ کېږي د ځان او د خپل مسلمان ورور د عباداتو د قبوليت دعاء دي وکړي ځکه په صحابه وو کې دا رواج وو چې د اختر په ورځ به  دوی سره مخامخ کېدل نو يو بل ته به يې ويل تقبل الله منا ومنکم صالح اعمالنا. يعني الله پاک دي زموږ او ستاسي نيک اعمال قبول کړي.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لارښوونو پر اساس بايد هر مسلمان نور مسلمانان د خير کارونو ته تشويق کړي او د بدو کارونو څخه يې را وګرځوي.

اختر د چا لپاره دی؟
يو څوک د اختر په ورځ د حضرت علي رضي الله عنه کور ته ځي که ګوري چې مخ ته يې ارزان قيمته او عادي خواړه ايښي دي دا سړی ورته وايي: ای علي(رضي الله عنه) د اختر ورځ ده خو ته د ارزان قيمته خوړو څخه استفاده کوې؟ حضرت علي رضي الله عنه ورته فرمايي: «اعلم يا أخي أن العيد لمن قبل الله صومه وغفر ذنبه ... ثم قال له: اليوم لنا عيد وغدا لنا عيد وكل يوم لا نعص الله فيه فهو عندنا عيد».
ای وروره! اختر د هغه چا لپاره دی چې الله پاک يې روژه قبوله کړېوي. بيا يې ورته وويل: نن ورځ زموږ لپاره اختر دی، سبا ورځ زموږ لپاره اختر دی او هره هغه ورځ چې موږ د الله پاک نافرماني پکښې ونکړو زموږ لپاره اختر دی.
همداسي راغلي دي :«ليس العيد لمن لبس الجديد، إنما العيد لمن طاعته تزيد». يعني اختر د هغه چا لپاره نه دی چې نوي کالي واغوندي بلکې اختر د هغه چا لپاره دی چې ډېر طاعت او بندګي وکړي.
«ليس العيد لمن حاز الدرهم والدينار... إنما العيد لمن أطاع العزيز الغفار». اختر د هغه چا لپاره نه دی چې ډېر دراهم او دنانير لاس ته راوړي بلکې اختر د هغه چا لپاره دی چې د عزيز او غفار الله پاک اطاعت وکړي.
نو د هغو خلګو لپاره دي خوشالي او مبارکې وي چې د رمضان روژه يې نيوليې وي عبادت يې کړی وي، د مساکېنو او فقيرانو سره يې مرسته کړې وي او پوره تقوی يې لاس ته راوړې وي ځکه اصلی اختر هم د دوی دی.

د اختر د ورځي پيغام:
د اختر ورځ د مسلمانانو لپاره د يووالي او اتحاد د ثابتوالي ورځ ده، د اختر ورځ د توبې او مغفرت ورځ ده، د اختر ورځ د نورو اړو مسلمانانو د حاجت پوره کولو ورځ ده.
دېته بايد تل ډېره پاملرنه ولرو چې مسلمانان بايد هميشه د دښمنانو په مقابل کې خپل يووالی او اتفاق په ثبوت ورسوي په ځانګړې توګه پداسي ورځي کې چې د اجرت او مزدورۍ ورځ ياديږي، هغه ورځ چې مسلمانان په يو ځاي کې په يوه امام پسې د اختر لمونځ آداء کوي چې دا خپله پر فکري، عقيدتي او سليقوي وحدت او يووالي باندي دلالت کوي او د دې ښکارندويي کوي چې مسلمانان د ځايونو، قومونو، رنګونو او ژبو د توپير سره سره د يوې کورنۍ په شان دي او دا بايد موږ مسلمانان د ځان وظيفه وبولو چې ټوله اوږه پر اوږه په عيدګاه کې په يوه امام پسې د اختر لمونځ آداء کړو او بيرته په ډېري خوښۍ او خوشالۍ سره خپلو کورونو ته ستانه سو.

د روژې د نيکو اعمالو تأثيرات او ساتنه يې:

په دې خاطر چې د روژې مبارکه مياشت د عبادت، دعا، رحمت او آزادۍ مياشت وه ځکه نو په تېرېدلو يې هر با احساسه او متقي مسلمان خوابدی دی او داسي احساس کوي چې ما ډېر لوی فرصت له لاسه ورکړی دی خو خوشحالي دي وي د هغو کسانو لپاره چې د دې مبارکي مياشتي روژه يې نيولې وي، په دې مبارکه مياشت کې يې د فرائضو تر څنګ نوافل عبادات هم ډېر کړي وي او د نيکيو په لاس ته راوړلو کې يې د سيالۍ په څېر زيار او کوښښ کړی وي.

يقينا چې دغه انسانانو ځانونه د احسان مرتبې ته رسولي دي او ځانونه يې د هغو کسانو څخه ګرځولي دي چې د الله تعالی عبادت يې په پوره توګه سر ته رسولی او د عبادت ټول حق يې په تمامه معنی آداء کړی دی؛ په رښتيا چې دغه انسانان د نورو څخه بېل او متمايز دي ځکه دوی الله تعالی لره خپل اخلاص او صفاوالی د نيت ثابت کړی دی او د روژې مبارکه مياشت يې په ښه مراسمو باندي لمانځلې ده.

هغه کسانو چې روژه نيولې، ځانونه يې د هر هغه شي څخه ساتلي دي چې الله تعالی په قهر کوي، خپله روژه يې د هر ډول فساد او نيمګرتيا څخه ساتلې ده خو د روژې په مياشت کې يې نفلي عبادتونه نه دي کړي په رښتيا چي دوی د اسلام د مرتبې څخه د ايمان مرتبې ته عروج کړی دی او د دې اميد شته چې الله تعالی به يې روژه او ټول عبادات په خپل دربار کې قبول کړي خو دوی د احسان مرتبې ته لا هم ندي رسېدلي.

او هغه کسان چې روژه يې نيولې وي خو سمه روژه يې نه وي نيولې بلکې په روژه کې  يې خپله ژبه د غيبت، بهتان، درواغو چغلګرۍ څخه نه وي ساتلې، خپل غوږونه يې د باطل او بدو شيانو د اورېدلو څخه نه وي ساتلي، خپلي سترګي يې د ناروا کتلو څخه نه وي خوندي کړي، خپل نس يې د حرام خوړلو څخه نه وي ژغورلی او خپل لاسونه او پښې يې د حرام کولو څخه نه وي راګرځولي که څه هم دوی د روژې فرض آداء کړی دی خو روژه يې د ثواب څخه خالي ده او رسول الله صلی الله عليه وسلم د داسي خلګو په اړه فرمايي: رُبَّ صَائِمٍ لَيْسَ لَهُ مِنْ صِيَامِهِ إِلاَّ الْجُوعُ.[سنن إبن ماجه1690] ژباړه: ځينو روژاتيانو لره د دوی د روژې څخه بېله لوږي بل هيڅ ګټه نه رسيږي.

يعني دوی ته د روژې څخه يواځي لوږه رسېدلې وي نور ثواب يې پر روژه باندي مرتب نه وي.

د روژې مياشتي د عبادتونو مثبت تأثير څنګه حس کړو؟
دا معلومه خبره ده چې په هر عبادت کې الله تعالی مثبت تأثير ايښی دی؛ روژه هم د هغو عبادتونو څخه ده چې الله تعالی د بنده لپاره ډېر مثبت تأثيرونه پکې ايښي دي.

د دې تر څنګ چې روژه د انسان ظاهري روغتيا ته ګټه لري د انسان لپاره د ګناهونو څخه پاک کوونکې مياشت هم ده ځکه نو بايد په روژه باندي د انسان ايمان قوي شي، اخلاق يې برابر شي او د نيکو کارونو سره يې علاقه مندي ډېره شي.

که د روژې مياشتي د تېرېدلو وروسته په کوم انسان کې د عبادت سره مينه موجوده وه، پر جماعت او نورو عبادتونو يې پابندي کوله، د خپلوانو سره يې صله رحمي ټينګوله، د مور او پلار سره يې پوره نيکي کوله، د صدقاتو او نفلي عباداتو سره يې مينه درلودله، د ځان او نورو مسلمانانو تزکيه يې کوله، همداسي د حرام خوړلو، حرام ويلو، حرام کتلو، حرام اورېدلو او حرام کولو څخه يې د ځان ساتنه کوله يقينا چې په دغه انسان کې روژې پوره تأثير کړی او روژه يې الله تعالی ورڅخه قبوله کړېده.

د روژې مياشت د حمام کولو حيثيت لري لکه په حمام کولو باندي چې انسان د ظاهري چټليو او بديويۍ څخه ساتل کيږي په روژه باندي هم انسان د ګناه د چټليو څخه ساتل کيږي او په هره برخه کې تهذيب او تزکيه د انسان په برخه کيږي.

د روژې مياشتي اعمال به څنګه ساتو؟
د هر نيک عمل د کولو وروسته د هغه عمل ساتل ډېر مهم دي ځکه که عمل و نه ساتل شي نو هغه عمل ضائع او خراب شو او انسان ته يې هيڅ ګټه نه رسيږي؛ الله تعالی فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَلَا تُبْطِلُوا أَعْمَالَكُمْ.[محمد33] ژباړه: ای مؤمنانو د الله تعالی اطاعت وکړئ، د رسول اطاعت وکړئ او خپل عملونه مه باطلوئ.

يعني خپل عملونه په ګناهونو باندي مه باطلوئ ځکه په ګناه باندي د انسان صالح اعمال له منځه ځي لکه په حديث شريف کې چې راځي: إِيَّاكُمْ وَالْحَسَدَ فَإِنَّ الْحَسَدَ يَأْكُلُ الْحَسَنَاتِ كَمَا تَأْكُلُ النَّارُ الْحَطَبَ.[سنن ابي داود4905]ژباړه: ځانونه د حسد څخه وساتئ ځکه حسد نيکۍ داسي خوري لکه اور چې بوټي خوري.

همداسي په حديث کې راځي: عن حذيفة، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: قذف المحصنة يهدم عمل مائة سنة.[مساوئ الأخلاق للخرائطي703]
ژباړه: حذيفه رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې ده وفرمايل: پر پاکي ښځي تهمت ويل د انسان د سلو کلونو عملونه خرابوي.
همداسي په حديث کې راځي: إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ عَلَيْهِ السَّلامُ كَانَ يَقُولُ: اتَّقُوا عَلَى حَسَنَاتِكُمْ، وَلا تَنْسَلَّ مِنْكُمْ كَمَا يَنْسَلُّ الْمَاءُ مِنْ يَدِ أَحَدِكُمْ، قَالُوا: بِمَاذَا يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: بِالاغْتِيَابِ.[الجامع في الحديث لإبن وهب341]
ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: خپلي نيکۍ وساتئ او ستاسي څخه دي په ناخبرۍ کي نه ځي لکه اوبه چې ستاسي د لاس څخه ځي، صحابه وو وويل: په څشي باندي نيک اعمال زموږ د لاسه څخه ځي يا رسول الله؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: په غيبت کولو باندي.

يعني که تاسي د نورو مسلمانانو غيبت وکړی نو ستاسي نيک اعمال به ورسره له منځه ځي.

لکه د ګناه څخه په ځان ساتنې چې د انسان صالح اعمال ساتل کېدلای شي پر نيکو اعمالو په استقامت باندي هم نيک اعمال د ضائع کېدلو څخه ساتل کېدلای شي.
علماؤ  فرمايلي دي: که څوک په لاندي پنځو شيانو کي استقامت وکړي ارومرو به يې مخکني نيک اعمال قبول شي او په را روان وخت کي به د نورو نيکو اعمالو توفيق ورته په نصيب شي:
۱ – استقامت د الله تعالی پر توحيد او يووالي.
۳ – استقامت پر عباداتو او طاعاتو.
۳ – استقامت پر اخلاص او حسن نيت.
۴ – استقامت د وينا او عمل پر يووالي يعني لکه په خوله چې ښه خبري کوي په عمل کې هم ښه کارونه وکړي.
۵ – استقامت د ظاهر او باطن پر يووالي يعني لکه په ظاهره چې انسان ځان له ګناه څخه ساتي په باطن کې هم ځان د ګناه څخه وساتي.
نو مسلمان بايد خپل ټول صالح اعمال د کولو څخه وروسته وساتي تر څو ضائع نه شي او د ثواب څخه يې محروم نشي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۱/۱۰

د روژې مياشتي شيلم برکت:

بل برکت د دې مبارکي مياشتي دا دی چې په دې مبارکه مياشت کې الله پاک امت ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اعتکاف په نوم ښکلی عبادت ورکړی دی چې نارينه او ښځينه دواړه يې کولای سي البته نارينه به يې په جوماتونو کې کوي او ښځينه به يې په خپلو کورونو کې کوي.

اعتکاف هغه عبادت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم نه دی قضاء کړی، عايشه رضي الله عنها فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم چې ژوندی وو نو خپله به يې د روژې مياشتي په لسو آخرو شپو کې اعتکاف کوی او کله چې دی مبارک وفات سو بيا د ده ميرمنو اعتکاف کوی.

د اعتکاف د فضيلت لپاره په آثارو کي ډېر ښه مثال راغلی دی هغه دا چې: د معتکف مثال د هغه چا دی چې د يو چا پر دروازه باندي و دريږي او دا ورته وايي تر څو چې زما اړتيا پوره نکړې د دروازې څخه دي نه ځم؛ معتکف هم همداسي دی کله چې دی په اعتکاف کې کښيني نو داسي مثال لري لکه دی چې د الله پاک پر دروازه باندي د سوال کولو لپاره ولاړ وي او داسي په جديت ولاړ دی چې تر څو يې الله پاک غوښتني او سوالونه و نه مني د دروازې څخه يې نه ځي، بالآخره د دې ډېر احتمال سته چې الله پاک دي د ده غوښتني او سوالونه ومني لکه د روژې په آخره کې د اختر په ورځ چې د روژاتيانو لپاره الله پاک ثوابونه ورکوي و معتکف ته دي هم ډېر ثواوبونه ورکړي.

خلاصه داسي ويلای سو چې اعتکاف د عبادت، توبې او دعا قبلېدلو لپاره ښه وخت دی هيڅ مسلمان يې بايد له لاسه ورنکړي.

همداسي په يوه حديث کې راځي: څوک چې د روژې مياشتي په لسو شپو کې اعتکاف وکړي نو ده ته به د دوو حجونو او عمرو ثواب ورکول کيږي.
عَنْ عَلِيِّ بْنِ حُسَيْنٍ، عَنْ أَبِيهِ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: مَنِ اعْتَكَفَ عَشْرًا فِي رَمَضَانَ كَانَ كَحَجَّتَيْنِ وَعُمْرَتَيْنِ. إِسْنَادُهُ ضَعِيفٌ وَمَا قَبْلَهُ فِيهِ ضَعْفٌ، وَاللهُ أَعْلَمُ[شعب الايمان 3680]
ژباړه: علي بن حسين د خپل پلار څخه روايت کوي چې هغه وويل: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې د روژې مياشتي په لسو شپو کې اعتکاف وکړي داسي مثال لري لکه ده چې دوه حجه او دوې عمرې کړي وي.
مولوی نورالحق مظهری

۱۴۰۳/۰۱/۰۶

عالم شاګرد او ملګري ته توصيې او پيغامونه:

۱ ـ د هيچا د شخصيت سره دښمني مکوه بلکې د هر چا سره باید ستا دوستي او دښمني د هغه د کردار په خاطر او د کردار په اندازه وي.
۲ ـ هيڅ وخت خپل تېر ژوند او حالت مه هېروه، په اوسني ژوند مه مغروره کېږه او مه ناهيلی کېږه او را روان ژوند پر تېر سوي او اوسني ژوند مه قياسوه.
۳ ـ د هغو کسانو سره د رازونو ملګرتيا کوه چې ستا همفکره او همعقيده وي د داسي چا سره مه همرازه کېږه چې ستا سره فکري اختلاف ولري.
۴ ـ هيڅ وخت بې هدفه ژوند مکوه بلکي ته بايد په خپل ژوند کې کوچني او لوی هدفونه ولرې تر څو د لاس ته راوړلو لپاره يې کوښښ وکړې.
۵ ـ په مثبت کې د خپلي بريا څخه هيڅ وخت مه نا اميده کيږه بلکي که ته مقاومت، استقامت او صبر وکړې ارومرو بريالی کيږې کڅه هم د څلورو ديوالونو تر منځ بندي وسې.
۶ ـ پخواني دوستان د نوو دوستانو په خاطر د ځان څخه مه بېګانه کوه بلکې د پخوانيو سره دوستي وغځوه او د نوو دوستانو سره دوستي ونښلوه خو د تعارض په صورت کې د پخوانيو دوستۍ ته ترجيح ورکړه.
۷ ـ په دې خاطر چې ته عالم يې نو د هر کار په کولو کې دي د خپل علم عزت، وقار او ارزښت په پام کې ونيسه او هر هغه کار چې ستا د علميت سره مناسب نه وي ځان ورڅخه وساته.
۸ ـ د رسول الله صلی الله عليه وسلم د احاديثو په استناد چاپلوسي د انسان لپاره ډېره بده ناروغي ده او د منافقت يو ښاخ دی ځکه نو هيڅ وخت يې د هيچا په مخ کې ونکړې تنها د استاذانو مخ ته ځينو علماؤ په ځينو خاصو مواردو کې اجازه ورکړې ده.
۹ ـ باطل او بدعت ته تسليم نسې کڅه هم د مځکي ټول مخ د باطل او بدعت په واک کې وي.
۱۰ ـ په دعوت او خدمت کې نيک اخلاق د ځان سپر او سورلی جوړ کړه تر څو هم پر مخ ولاړ سې او هم د آينده نسلونو لپاره مقتدا جوړ سې.
۱۱ ـ د علم طلب هيڅ وخت مه دروه بلکي تر مرګه د خپل علم د زياتوالي کوښښ وکړه.
۱۲ ـ په افاده کي د بخالت او په استفاده کې د شرم څخه ځان وساته تر څو دې د علم کميت او کيفيت دواړه قوي سي.
۱۳ ـ ښه خبره اوره او منه يې هر څوک چې يې وکړي او بده خبره مه اوره او مه يې منه هر څوک چې يې وکړي.
۱۴ ـ په اسلام کې دي بايد پاليسي سپينه وي او د تلفيق او تلبيس څخه پاکه وي البته د حربي کافر په وړاندي د "الحرب خدعة" په تقاضا مداراتي پاليسي انتخابولای سې.
۱۵ ـ ځان داسي ويښ ونيسه چې هيڅوک دي دوه ځلي دوکه نکړي او هيڅوک درڅخه بده استفاده ونکړي.
۱۶ ـ د ژوند کارونه درجه بندي کړه او د لمړيتوبونو پر اساس يې سر ته ورسوه.
۱۷ ـ وخت ستا عمر دی په تېريدلو کې ستا خوښي ته نه ګوري ځکه نو بايد کوښښ وکړې چې بې فايدې يې تېر نکړې.
۱۸ ـ ځواني د ژوند يو پسرلی دی ځکه نو د خپل ټول ژوند لپاره بايد ښه کښت پکې وکړې.
۱۹ ـ ديني خدمت داسي دی لکه کښت چې ويې کرې ارومرو حاصل کوي که يې څوک غواړي او که يې نه غواړي ځکه نو په ديني خدمت کې د خلکو افواهاتو او د خپلو مخالفينو تبليغاتو ته هيڅ پاملرنه مکوه.
۲۰ ـ د اهل باطل په چيغو او د اهل حق په مصلحتي سکوت معکوسه فيصله مکوه بلکې هر څه ته د ثابتو نصوصو او سالم عقل په چوکاټ کې وګوره.
۲۱ ـ د باطل سکوت ته د ختم په سترګه مه ګوره او هيڅ وخت يې په وړاندي مبارزه مه دروه.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۱/۰۴

د روژې مياشتي څوارلسم برکت:

بل برکت د دې مياشتي دا دی چې د دې مياشتي په خاطر الله تعالی مسلمان ته دوې خوشالۍ ورکړي دي: يوه خوشالي د روژه مات پر وخت او بله خوشالي د قيامت په ورځ کې ده لکه په حديث کې چې راځي: لِلصَّائِمِ فَرْحَتَانِ يَفْرَحُهُمَا إِذَا أَفْطَرَ فَرِحَ وَإِذَا لَقِيَ رَبَّهُ فَرِحَ بِصَوْمِهِ.[متفق عليه]
ژباړه: د روژاتي لپاره دوې خوشالۍ دي: کله چې روژه ماته کړي خوشاله سي او کله چې د الله سره ملاقات وکړي په خپلي روژې به خوشاله سي.
په روژه ماتي کې دوه ډوله خوشالي د روژاتي په برخه کيږي؛ يوه ظاهري او طبعي خوشالي ده چې د لوږي او تندي د ختمېدلو له کبله انسان ته پيدا کيږي ځګه دی په دې وخت کې وږی او تږی وي نو چې کله روژه ماته کړي ارومرو يې لوږه او تنده ورسره ختمېږي او احساس د خوشالۍ کوي، بله معنوي او پټه خوشالي ده چې هغه انسان ته د عبادت او دعا د قبوليت له کبله پيدا کيږي؛ روژاتي چې ټوله ورځ سمه د شرايطو سره برابره روژه نيولې وي نو چې کله روژه ماتوي يو ډول احساس د خوشالۍ ورته پيدا کيږي چې الحمدلله روژه مي په خير سره تر دې ځايه را ورسول او دا د روژې د قبوليت يوه نښه هم ده همدا راز په دې خاطر چې د روژه مات وخت د دعا د قبلېدلو لپاره خاص وخت دی نو چې کله انسان دعا کوي او په دې باندي يقين هم لري چې زما دعا قبليږي نو حتما يو قسم خوشالي ورته پيدا کيږي.
دويمه خوشالي د آخرت د ورځي خوشالي ده چې الله پاک يې و روژاتي ته د اجرت او مزدورۍ په ورکولو باندي ورکوي د هغې خوشالۍ کيفيت او کميت الله تعالی ته معلوم دی چې څومره ډېره لويه خوشالي به وي؟ ځکه چې د روژې د ډېر فضيلت له کبله بنده ته د هغې اجرت نه دی معلوم لکه په حديث کې چې راځي تنها الله پاک ته معلوم دی.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۱۲/۲۵

د يوې ورځي که د لسيزو ماسټري؟

کله چې د حوت پر 18 د جمعې په ورځ د لوړو زده کړو وزارت د جامعاتو او تخصصاتو لوی رياست لخوا د علماؤ د اسنادو د ارزيابۍ آزموينه واخيستل سوه ځينو مغرضو او ناخبرو انسانانو نيوکي پيل کړې چي ګويا د لوړو زده کړو وزارت په فوق العاده امتيازي ډول د يوې آساني آزمويني په مقابل کي علماؤ ته د ماسټرۍ اسناد ورکوي؛ يادو کسانو په ډېري سرټمبګۍ سره بېله دې چې ځانونه په حقيقت او واقعيت باندي خبر کړي د شخصي ګمان او عنادي تخمين پر اساس تحليلونه او بحثونه پيل کړه او ياده پروسه يې يوه ورځنۍ ماسټري ونومول.

مخکي تر دې چې د يادي پروسې حيثيت او د علماؤ استحقاق بيان کړو مخکي له مخکي يادونه کوو چې پر يادي پروسې ټولي نيوکې د هغو خلکو لخوا کيږي چې يا خو بيخي د دې پروسې په اړه معلومات نه  لري او يا هم د عناد او تضاد له وجهي لکه د اسلامي امارت پر نورو مثبتو کړنو چي نيوکې کوي د علماؤ د اسناد پر ارزيابۍ هم نيوکې کوي.

له بده مرغه چې د اسلامي امارت څخه پرته چې کوم نظامونه په هيواد کي حاکم سوي دي د علماؤ سره د ضديت له کبله يې نه تنها دا چې علماؤ ته د ماسټرۍ اخيستلو آسانتياوي نه برابرولې بلکي د هغوی علمي مقام ته يې ارزښت هم نه ورکوی؛ يواځي د افغاني کلتور په غوښتنه يې څه نا څه ښکاره د احترام تبارز کوی له همدې امله د ديني مدارسو څخه فارغين علماء د علمي اسنادو څخه محروم پاته سوي دي.

خو که واقعيت او حقيقت ته راسو دا به راته جوته سي چې قاطع اکثريت د علماء کرامو د ماسټرۍ د اسنادو مستحق دي ځکه چي کوم کسان چي په پوهنتونونو کي درس وايي او بيا ماسټري اخلي کومو علماؤ چې د ارزيابۍ په آزموينه کي کډون کړی وو څو برابره د ماسټرۍ د نصاب په کچه تدريس کړی دی او ټول هغه کتابونه يې څو ځلي تدريس کړي دي چي د لوستلو وروسته يې بايد لوستونکي د ماسټرۍ سند واخلي.

دا په اصل کي علماؤ ته د دوی د حق ورکول دي چي نورو نظامونو ضائع کړي وو خو اسلامي امارت يې ورته ورکوي؛ نو ټول د علم، قلم او عقل خاوندان بايد خپل سر خلاص کړي وروسته بيا د اسنادو د ارزيابۍ پر پروسته بحث وکړي ځکه يو عالم چې په کلونو يې د ماسټرۍ  کتابونه تدريس کړي وي او په تخصص کي يې ډېر شاګردان روزلي وي ولي نو هغه د ماسټرۍ د سند څخه محروم سي په داسي حال کي چي هم استعداد لري او هم حضوري علم؟.

په دې باندي بايد هر څوک ځان پوه کړي چي د آرزيابۍ آزموينه درسي پړاو نه دی چي درې ساعته يې په زرهاوو انسانانو ته درس ورکړ وروسته بيا د ماسټرۍ سند ورکوي بلکي د لسيزو کلونو د درس او تدريس آزموينه ده چي آيا دغه کس عالم دی او که نه دی؟؛ که د يادي آزمويني سوالونو ته وګورو دا به را ته ثابته سي چي ياد سوالونه يواځي هغه کسان حل کولای سي چي عالم وي او په تدريس کي مهارت ولري.

د هر علم او هر عالم په وړاندي د وخت هر حاکم نظام مسئوليت لري چې بايد يې آداء کړي خو له بده مرغه تېرو نظامونو يوه هم د ديني علم او ديني علماؤ په وړاندي خپل مسئوليت نه وو آداء کړی او د ديني علماؤ لپاره يې هيڅ مثبت پلان نه درلودی له همدې امله د ديني مدرسو سيستم او ديني علماؤ تدريس بيخي له پامه غورځول سوو تنها په خصوصي ډول ديني علماؤ خپل ټول پروګرامونه پر مخ بيول.

دا په خپل ډول کې په تاريخ کې بې ساري او په نړۍ کې بې مثاله کار دی چي د نورو تر څنګ ديني علومو ته هم په پوره توګه پاملرنه کيږي او د ديني علماؤ اسناد د دوی د لياقت سره سم ارزيابي کيږي دا کار نه تنها دا چې د علم په ډګر کي لوی خدمت او لويه لاس ته راوړنه ده د علماؤ د ضائع سوو حقوقو ورکول هم دي او داسي ستر نوښت دی چې هيچا تر اوسه نه دی کړی ځکه نو ناخبره خلک او ضدګر انسانان نيوکي ورباندي کوي او په غلطو الفاظو يې تعبيروي.

زموږ ټول علماء کرام او مسلمان ولس بايد د خپل اسلامي نظام څخه مننه وکړي او د نظام په پوره سمبالښت او بقاء کې د مسئولينو تر څنګ په تمامه معنی ودريږي.

ياده آزموينه د هغو خلکو لپاره هم جواب دی چې اسلامي امارت په ملائیزم متهم کوي ځکه که بېله دليله او بېله استحقاقه په پوټو سترګو علماؤ ته هر شی ورکول کېدلای نو ماسټري به يې هم بېله آزمویني ورکړې وای او د آزمويني تر فيلتر به يې نه تېرولای.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۱۲/۲۴

د حوت ۲۴

د تاريخ په اوږدو کې د اهل حق او اهل باطل تر منځ خورا لويي خونړۍ شخړي او جګړې را منځته سويدي دا ځکه چې اهل باطل کله ميدان ته را ووځي او د اهل حق په وړاندي د درېدلو اراده وکړي اهل حق بې تفاوته نسي پاته کېدلای او پر ځان باندي د اهل باطل حاکميت نسي زغملای له همدې امله کله چې کمونيستانو د نورمحمد ترکي په رهبرۍ پر سردارمحمد داود کودتا وکړه او په هيواد کې يې کمونيستي کفري نظام حاکم کړ د نورو سيمو غوندي د هرات ولايت مسلمان او مجاهد ساتونکي ولس هم پاڅون وکړ او د حوت په ۲۴ – ۲۵ – ۲۶ ورځو کې يې د کمونيستانو سره په کولنګ، بېلچې او لرګيو په ايماني جذبه خورا کلکه جګړه وکړه او د هراتيانو ايماني قوت او قرآني ولوله يې نړيوالو ته په ننداره کښېښودله، د هماغه پاڅون نتيجه وه چي د هيواد په ټولو برخو کې د منحوس کمونيستي نظام پر ضد افغانان را وپارېدل او کمونيستي نظام يې د اشغالګرو روسانو سره پړمخي نسکور کړ.

په ياد پاڅون کې چي درې ورځي يې دوام وکړ تقريبا پنځه ويشت زره افغانان په شهادت ورسېدل خو مقابل لوري يعني کمونيستانو ته هم خورا ډېر ځاني او مالي زيانونه واووښتل.

ياد پاڅون د کمونيستانو بربريت او مسلمانو افغانانو ايماني قوت په اثبات ورسوی او دا يې په ډاګه کړه چي افغانان بېله اسلامي نظامه بل هيڅ نظام نسي منلای او د هيڅ ظالم په وړاندي بې تفاوته نسي پاته کېدلای.

له بده مرغه چي د روسانو د وتلو وروسته د شهيدانو آرمانونه پوره نسوه بلکې د هغه وخت رهبرانو په خپل منځ کې د جګړو په پيلولو هيواد د بل ناوړين خيټي ته ور واچوی خو الله تعالی نه خوښتل د شهيدانو ويني د تل لپاره هدر او بې فايدې پريږدي ځکه يې نو د څو لسيزو وروسته پر هيواد اسلامي نظام اسلامي امارت حاکم کړ او د زرګونو شهيدانو آرمانه يې پوره کړه.

يا الله همدا اسلامي نظام راته سمبال او تل پاتي ولره.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۱۲/۲۲

د روژې مبارکي مياشتي برکتونه:

د رسول الله صلی الله عليه وسلم د امت سره الله تعالی لوی احسان کړی دی چې د روژې مبارکه مياشت يې ورکړېده او دا مبارکه مياشت لکه الله تعالی چې په قرآن کې او رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپلو احاديثو کي مبارکه بللې ده همداسي د برکتونو او ثوابونو څخه ډکه ده چې ځيني به يې په ترتيب بيانوو:
لومړی بركت د دې مياشتي دا دی چې الله پاک دا مياشته د عظيم عبادت لپاره چې روژه ځانګړې کړېده او تر نورو مياشتو يې د دې مياشتي رتبه لوړه کړې لکه الله پاک چې فرمايي:فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْه.[البقرة ۱۸۵] ژباړ:  څوک چې ستاسي څخه مياشت و ويني نو حتما دي روژه ونيسي.
ځکه نو موږ ته لازمه ده چې د دې میاشتي قدر وپېژنو او په دې میاشت کې د عظیم عبادت تر څنګ نور عبادتونه هم ډېر وکړو تر څو الله پاک مو د خپلو خاصو بندګانو څخه وګرځوي.

دويم برکت د دې مياشتي دا دی چې الله تعالی په دې مياشت کې قرآن عظيم الشأن نازل کړی دی؛ هغه قرآن چې د انسان د دنيوي او اخروي سعادت لپاره اساسي قانون دی؛ لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي: شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدىً لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ.[البقرة ۱۸۵] ژباړه: د روژې مياشت هغه مياشت ده چې په هغې کې قرآن نازل سوی دی، هغه قرآن چې د خلکو لپاره هدايت دی او د لارښووني او د حق او باطل تر مينځ د توپير کولو لپاره نښي دي.
دوام لري....
مولوي نورالحق مظهري